د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي پاکستان ته یې سفر ګټور و. زلمي خلیلزاد په یوه ټوټېر پیغام کې ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې له ګڼو پاکستاني چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. دده په وینا د عمران خان په ګډون د پاکستان مهمو چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغانستان د سولې په پروسه کې به همکاري کوي. خلیلزاد ویلي د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او پاکستاني لوري ته یې ویلي چې په دې برخه کې د ټولو ګاونډیانو په تېره د پاکستان رول مهم دی. هغه په یوه بل ټوېټ کې ویلي چې د عمران خان او نورو چارواکو تر څنګ یې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي سره هم کتلي دي او هغه ډاډ ورکړی چې د سولې په برخه کې د پاکستان هڅې دوام لري. خلیلزاد وايي پاکستان ته یې سفر ګټور دی او هیله لري چې افغانان یو ګام نور هم سولې ته نږدې کړي.