۱- زړه سالم ساتي
چهارمغز د اومېګا درې غوړو اسیدونو، د الفا لینولنیک اسیدونو، پوتاشیم او ویټامین E درلودونکي دي، چې د زړه په ساتنه کې مهم رول لري. اومېګا درې د کلسټرول له لوړ تراکم څخه مخنیوی کوي، د وینې فشار کموي او همدارنګه چهارمغز زړه روغ ساتي. پوتاشیم د زړه له انقابض څخه مخنیوی کوي چې دغه خاصیت د زړه په حرکاتو کې ښه والی راولي. ویټامین (E) د پلاکټ (له هستې پرته د وینې ګردي) په مرسته د شریانونو له بندېدو څخه مخنیوی کوي.
په چهارمغز کې د ملاتونین په نوم هورمونونه شته چې د پینیل غدې په مرسته تولیدېږې او د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي. ملاتونین قوي انتي اکسید دي، چې په چهارمغز کې په طبیعي ډول شته او د ښه خوب په کولو کې د پام وړ مرسته کولای شي. که چېرې مو له ویده کېدو مخکې چهارمغز وخوړل، ارامه خوب به وکړئ.
۲- هډوکي روغ ساتي
د چهارمغز د اومېګا ۳ غوړ اسیدونه او د الفا لینولنیک اسیدونه د بدن د هډوکو په روغ ساتلو کې مهم رول لري او د هډوکي د مغز له خالي کېدو څخه مخنیوی کوي. د چهارمغزو خوړل د ځینو خطرناکو ناروغیو لکه سرطان، شکر، چاغوالي او نورو مخنیوی کوي.