د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د هوا د سړښت او ژمي له امله له پاکستان پخپله خوښه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر درې میاشتې ځنډول شوی دی. ددغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات وایي چې د هوا په تودېدو سره به دغه بهیر بېرته له سره پیل شي. نوموړی وایي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ هم ویلي چې په افغانستان کې د سړې هوا او ژمي له امله یې د کډوالو د لېږلو بهیر ځنډولی دی او د هوا په تودېدو سره به ددوی دفترونه بېرته فعال شي. جرات وایي چې تېر ۲۰۱۸ کال له ایران، پاکستان، ترکیې او ځینو اروپايي هېوادونو ټولټال ۷۹۰ زره افغانان خپل هېواد ته راستانه شوې دي.