د پاکستان ایکسپرس ټرېبیون ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د غربي رسنیو له قوله لیکلي چې په افغانستان کې دا ځل پیاوړو کسانو ولسمشریزو ټاکنو ته نوملیکنه کړې ده. ورځپاڼه وایي په دې ډله کې یو پیاوړی نوماند حنیف اتمر دی، چې قوي ټیم یې جوړ کړی دی، خو د امریکا بشپړ ملاتړ له ځان سره نه لري. رسنۍ د ځينو ديپلوماتیکو سرچینو له قوله لیکي، په افغانستان کې ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره د امریکا ملاتړ لرل مهم دي. سرچینه کاږي اتمر په وروستیو کلونو کې د افغانستان په روان سیاسي بهیر کې یوه اغېزناکه څېره ده او د خلکو په منځ کې مینه وال لري، چې اوس ګڼو سیاسي ګوندونو او مهمو سیاسي جریانونو دده له ټیم ملاتړ کړی دی.