ټاکل شوې چې نن هم ځینې کسان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په توګه نوملیکنه وکړي. په دې ډله کې ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او محمد ابراهیم الکوزی له خپلو مرستیالانو سره د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۹ کسانو د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوملیکنه کړې ده. د نوملیکنې لپاره ټاکنو کمیسیون یوازې سبا وخت ورکړی دی او ټینګار کوي چې دغه موده نه غځول کېږي. بل پلو داسې ګنګوسې خپرې دي چې ښايي د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې پروسه وغځول شي.