د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پر وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی دی. ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دا د پاکستان کار نه دی، چې په سیمه او نړۍ کې هند ته رول وټاکي او یا هم د یوه خپلواک هېواد له لوري د هند په اړه نظر ورکړي. پاکستان ویلي وو، چې هند په افغانستان کې رول نه شي لرلی او دغه هېواد باید د افغانستان له مسایلو ګوښه وساتل شي. دې خبرې د هند غوسه پارولې ده او وایي افغانستان یو مستقل هېواد دی او پاکستان نه شي کولی ددغه هېواد د بهرنۍ پالیسۍ په اړه نظر څرګند کړي او یا په افغانستان کې هند ته رول وټاکي. د هند دبهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، پاکستان دې تر هر څه وړاندې نور په افغانستان کې د جګړې او ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او ددغه هېواد په سوله او ثبات کې دې همکاري وکړي. خبرپاڼه زیاتوي پاکستان باید دې ته متوجه وي چې نړۍ ددوی ورانکاره فعالیتونه او اقدامات ویني او په دې مسئله سترګې نه شي پټېدلی.