ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو او ملي اردو سرتېرو تر منځ نښته کې دوه سیمه ییز پولیس او یو دکاندار وژل شوي دي. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي چې پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د ښېوې ولسوالۍ په عمومي بازار کې شوې ده. هغه د جګړې او مرګ ژوبلې پخلی وکړ خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه درلودل. په ورته وخت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي چې په دغه نښته کې دوه محلي پولیس او یو د ځايي دکاندارانو مشر وژل شوی دی. سرچینه وايي چې پېښه کې یو محلي پولیس ټپي شوی هم دی. د سیمې اوسېدونکي وایي چې د ملي اردو سرتېرو له یو دکاندار سره لفظي شخړه وه چې محلي پولیسو د دکاندار ننګه کړې او نښته رامنځ ته شوې ده.