۱- په کور کې له خپلو ماشومانوسره لوبې وکړئ، داسې لوبې چې له ماشوم څخه مو د یوازېتوب حس لرې کړي او سالمې لوبې ورته د یوه فعالیت بڼه غوره کړي.
۲- هڅه وکړئ چې د ډوډۍ خوړلو پر وخت په یوه دسترخوان باندې راټول شئ. د دې لپاره چې د کورنۍ غړي د ډوډۍ خوړلو پرمهال له یو بل سره اړیکې پیداکړي. د ډوډۍ خوړلو په وخت کې د ټلوېزیون له لیدلو او بل مصروفیته ځان لرې وساتئ.
۳- هر کال د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ډله ییز عکس واخلئ او یوه یوه قطعه یې هر یوه ته ډالۍ کړئ.
۴- له خپلو ماشومان سره مرسته وکړئ، تر څو په کورنۍ کې ورته د ډله ییزې لوبې موقع برابره کړئ او ټول په ډالیو ونازوئ.
۵- د خویندو او وروڼو ترمنځ درسي او د لوبو سالمه سیالي په دوی کې له کورنۍ سره د تعلق حس زیاتوي او پر ځان ډاډمن کېږي. ماشومان مه پرېږدئ چې په خپل منځ کې سره ښکېل شي. هڅه وکړئ تر څو مو ماشومان د یوه سالم رقابت پر اساس په خپل منځ کې خپل معلومات سره شریک کړي.
۶- له خپلو ماشومانو سره په هر ډول فعالیت کې برخه واخلئ، که نه دوی هم بې مینې کېږي. له هغوی سره مینه وکړئ، څو د یوازېتوب احساس و نه کړي.