د سولې عالي شورا تمه لري چې له پاکستاني چارواکو سره د زلمي خلیلزاد خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو ته زمینه برابره کړي. یاده شورا وایي د خلیلزاد هڅې به د افغان سولې په برخه کې بې اغیزې نه وي. د دې شورا مرستیال دین محمد زیاته کړې، د سولې د بریالیتوب لاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي او هیله یې وښوده چې پاکستان به د زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې دغه زمینه برابره کړي. دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد د افغان سولې برخه کې د اسانتاوو برابرولو په موخه اسلام اباد ته تللی دی او د یاد هېواد له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره یې په همدې تړاو خبرې کړې دي. پاکستاني چارواکو له نوموړي سره ژمنه کړې چې یاد هېواد به په خپل ټول توان د دې پروسې د بریالیتوب لپاره هڅې وکړي.