یکشنبه, مې 3, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ترانسپورټ وزارت: په برېښنايي سیستمونو کې له ۱۰۷ زرو ډېر موټر ثبت شوي

    عامې روغتیا وزارت: د ۳۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۷ روغتیايي پروژو چارې پیل شوې

    ملا عبدالحق همکار؛ د ترکیې د ۷۷ شرکت له رییس سره کتلي دي

    هوا حالات؛ د هیواد په ۱۱ ولایتونو کې نن د سختو بارانونو اټکل شوی

  • نړۍ

    ډونالډ ټرمپ: د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د بیا پیل احتمال شته

    په مکسیکو کې د بس چپه کېدو په پېښه کې ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښې

    پنټاګون: له ایران سره د جګړې لګښت تردې دمه ۲۵ ملیارډ ډالرو ته رسیدلی

    متحده عربي امارات؛ د تېلو صادرونکو هېوادونو له سازمانه د وتلو اعلان وکړ

    تازه نظرپوښتنه: د ټرمپ د تایید کچه تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

    سپینه ماڼۍ: له ایران سره حساسې خبرې به د رسنیو له لارې ونه شي

    سویلي سوډان؛ د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۱۵ کسان مړه شوي

    د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ایران او امریکا استازو لفظي شخړه کړې

    ټرمپ: ایران کولی شي د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

  • دریځ

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result

کورپاڼه افغانستان

معترض نوماندان: د کابل تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې، پایلې یې باید باطلې اعلان شي

جنوري 20, 2019
in افغانستان
0 0

د کابل ولایت د ولسي جرګې ځینې معترض نوماندان وايي، په کابل کې دې د تېرو ټاکنو لومړنۍ پایلې باطلې اعلان شي او دغه ټاکنې دې له سره وشي.

پرون په کابل ښار کې ځینو معترضو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون له لوري د پایلو پر اعلان نیوکې وکړې او هغه یې د نه منلو وړ وبللې. د معترضو نوماندانو په خبره، په دغو ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده او د دې اړتیا ده چې د خلکو حقوقو ته درناوی وشي. دوی پرون د شکایتونو کمېسیون مخې ته لاریون کړی و او له دغه کمېسیون یې وغوښتل چې له خپلې مخکینۍ پرېکړې دفاع وکړي او په کابل کې د ولسي جرګې تېرې ټاکنې او پایلې یې باطلې اعلان کړي.

د معترضو نوماندانو له ډلې ځینې یې پر دې باور دي چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې شتمن خلک بریالي شوي او رایې په پیسو اخیستل شوې دي. د دوی په خبره، د ټاکنو خپلواک کمېسیون په دغو درغلیو او فساد کې ښکېل و او د خلکو حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي. معترض نوماندان ادعا کوي چې دوی د رایو د پلور په اړه کره سندونه لري او داسې ثبوتونه ورسره شته چې ښيي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران په فساد کې ښکېل دي.

دوی همدا راز خبرداری ورکړی چې که د کابل ولایت د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې باطلې اعلان نه شي، نو له ولسمشریزو ټاکنو سره به پرېکون وکړي. بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا وایي چې اعلان شوې پایلې نهایي نه دي او معترض نوماندان کولی شي د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون کې خپل شکایتونه ثبت کړي. د دغه کمېسیون په خبره، د شکایتونو تر څېړلو وروسته به نهايي پایلې اعلان کړي.

یو تن معترض نوماند عرفان‌الله عرفان وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون پایلې له پراخو درغلیو او ستونزو ډکې دي او باید د خلکو حقوقو ته د درناوي په موخه د کابل ټاکنې بیا ځلې ترسره شي. نوموړي ویلي: «د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران په فساد کې ښکېل دي.  د کابل حوزې د ولسي جرګې په ټاکنو کې پراخ فساد شوی دی، نو د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون باید پر خپله پرېکړه ودرېږي او د کابل ولایت لومړنۍ پایلې باطلې اعلان کړي.»

معترض نوماندانو همدا راز ادعا کړې چې له کابله بریالي شوي نوماندان د پیسو په مقابل کې کامیاب شوي او داسې اسناد هم په واک کې لري، چې د ټاکنو کمېسیون کمېشنران هم په پراخ مالي فساد کې ښکېل دي.

بل پلو د ولسي جرګې مشر او ډېرو نورو غړو هم د ولسي جرګې په پرونۍ غونډه کې د خبرو پر مهال د کابل او ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنې له درغلیو او فساد ډکې وبللې. د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمی وویل چې ټاکنیز کمېسیونونه باید د خلکو شکایتونو ته غوږ ونیسي، ځکه تېرې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او ولس ته باید قناعت ورکړل شي. ابراهیمي ویلي: «تېرې ټاکنې له درغلیو او فساد ډکې وې، د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو په مدیریت کې ناکام و، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون باید اوس د خلکو غږ واوري، شکایتونه په سمه توګه وڅېړي او حق حقدار ته ورسوي».

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون بیا وایي چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته یې د کابل حوزې د ټاکنو په اړه سلګونه شکایتونه تر لاسه کړي دي. د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني وايي، دوی هڅه کوي چې د خلکو او معترضو نوماندانو سلګونه شکایتونه وڅېړي. د ده په خبره، دوی د خلکو حقوقو ته ژمن دي او هڅه کوي چې شکایتونه تر دقیقې څېړنې لاندې ونیسي او وروسته به نهایي پرېکړه کوي.

Tags: featured
Share4Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

سروې: نوی ډول نظامي ګري به بالاخره ناکامه شي

مې 3, 2026

شي جين پینګ د چين د ځوانانو نښان ګټونکو ته ځوابي پیغام ولېږه

مې 3, 2026

د شانهګای د همکارۍ سازمان د ماراتون د ځغاستې نړيواله سیالي په قرغيزستان کې تر سره شوه

مې 3, 2026

چین پر خپلو ۵ تصدیو د امریکا بندیزونو د مخنیوي حکم صادر کړ

مې 3, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In