د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په روان کال کې ۵ زره ټنه بېلابېل محصولات د هوايي دهلېزونو له لارې صادر شوي دي.
د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي پرون ازادي راډیو ته ویلي چې د هوايي دهلېزونو له لارې محصولات په کم وخت کې بهرنیو مارکېټونه ته رسېږي او په ښه بیه پلورل کېږي چې په یو ډول له بهرنیو محصولاتو سره د افغان محصولاتو د سیالۍ زمینه هم برابروي.
ښاغلي الکوزي زیاته کړې، له افغانستانه تر ډېره وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، قرقل او ځینې نور محصولات هند، چین، دوبۍ، ترکیې او نورو هېوادونو ته صادرېږي.
د الکوزي په خبره، بهر ته د یادو محصولاتو په صادرولو سره د کروندګرو ستونزې تر ډېره حل شوې او د حکومت له دغه اقدام څخه هرکلی کوي.