په امریکا کې ترسره شوې یوې نوې څېړنې ثابته کړې چې د کچالو له اندازې ډېر خوړل انسان د وینې پر لوړ فشار اخته کولی شي. د هاروډ میډیکل سکول او بریګم اینډ ویمن هسپيټال له خوا ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې د دغو نشایسته لرونکو خوړو ډېر خوراک د وینې فشار او ۱۱ سلنه د دې ناروغۍ خطر لوړوي.
په څېړنه کې د دغو خوړو د استعمال د طریقې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو روغتیايي څېړونکي او کارپوهان پر دې باور دي چې په غوړیو کې پخول يې د فشار د ناروغۍ خطر د نورو طریقو په پرتله ډېر زیاتولای شي.
څېړونکو د څېړنې د ترسره کولو لپاره له خلکو پوښتلي چې څو ځلې چپس خوري؟ څرګنده شوې چې په اونۍ کې څلور ځلې د چپس خوراک د وینې د لوړ فشار خطر ۱۷ سلنه زیاتوي.
په څېړنه کې ویل شوي چې په کچالو کې د جي ای په نوم مواد شته چې د وینې د فشار د لوړېدو لامل کېږي. جي ای لرونکي خواړه بدن ته له ځنډ پرته انرژي ورکوي او د وینې شکر په چټکۍ سره زیاتوي، هغه چې د وینې پر فشار بدلېږي.
Top of Form