دا د ټولو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او شفاف وي. که تاسو هم غواړئ، نو دغه اووه ټکي په پام کې ونیسئ.
۱- با کیفیته مواد وکاروئ: د مخ مینځلو لپاره هغه محصولات وکاروئ چې په یو ځل کارولو سره مو مخ ښکلی شي. ګرد او دوړې ترې پاکې شي، خو د مخ اصلي او طبيعي غوړ یې له منځه ولاړ نه شي.
۲- په کمه اندازه له صابونه ګټه واخلئ: هڅه وکړئ په يوه شپه او ورځ کې د مخ د مینځلو لپاره دوه یا درې ځلې صابون او یا دې ته ورته څه وکاروئ، که له دې زیات شي، مخ مو خپل طبيعې حالت له لاسه ورکوي.
۳- د اوبو تودوخه په پام کې ونیسئ: د مخ مینځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ، ډېرې یخې اوبه مو د مخ پر پوست شته سوري بندوي.
۴- مخ مو سم ومینځئ: د مخ مینځلو پر وخت هڅه وکړئ تر هغه وخت مخ ته اوبه ور واچوئ ترڅو په سم ډول پاک شي.
۵- هغه مواد وکاروی چې حساسیت ورسره نه لری: دېته مو هم باید پام وي، هغه مواد چې تاسو یې د مخ مینځلو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي، کېدای شي له حساسیت سره مخ شی.