د هرات ولایت صرافان وايي په دغه ښار کې دې ددوی د امنیت خوندیتوب ته پام وشي. ناپیژاندو وسله والو د هرات ولایت لومړۍ امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر یوه صراف برید وکړ، چې له امله یې د صراف تر وژل کېدو او د هغه زوی تر ټپي کېدو وروسته وسله والو د نوموړي اتیا زره ډالره له ځانه سره وړي. یوشمېر صرافانو، چې ددې پېښې په غبرګون د هرات ولایت مقام مخې ته په لاریون لاس پورې کړی، امنیتي ادارې د خلکو امنیت ته په نه پاملرنې تورنوي او په دې ولایت کې د جدي امنیتي تدابیرو د نیولو غوښتنه کوي. ددې ولایت د صرافانو اتحادیه خبرداری ورکوي، که حکومت د دوی غوښتنو ته توجه ونه کړي او د صرافانو امنیت ونه نیسي کاري اعتصاب به وکړي. په ورته وخت کې د هرات امنیه قوماندانۍ مسئولان وایي، پولیسو دوه وسله وال غله نیولي دي او له دوی څخه یې شل زره امریکايي ډالر بیرته ترلاسه کړي.