د عامې روغتیا وزارت پرون په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.
له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین به د تلې په دویمه پیل او په شپږمه پای ته رسېږی چې په ترڅ کې به یې له پنځو کلونو څخه کم عمره ۶.۴ میلیونه ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغه کمپاین د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې پلی کېږي، خو ډېره پاملرنه به پکې کندهار او ننګرهار ولایتونو ته، چې د پولیو ویروس د سرایت له لوړ ګواښ سره مخ دي، وشي.
په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا د وزیر فیروزالدین فیروز له قوله ویل شوي: «په افغانستان کې دا مهال د هر وخت په پرتله د پولیو د له منځه وړلو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي. عامې روغتیا وزارت او د هغې د روغتیايي مرستندویه ادارې ټینګه ژمنه لري چې دا ناروغي له هېواده محوه کړي. خو هغه څه ته چې په دې برخه کې موږ ډېره زیاته اړتیا لرو، هغه د عام ولس لازمه همکاري او تعهد دي».
فیروز له کورنیو څخه غوښتي چې د کمپاین پر مهال له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي تر څو کوم ماشوم له دغه واکسین څخه بې برخې پاتې نه شي.
هغه ډاډ ورکړی چې د پولیو واکسین په بشپړه توګه خوندي دي او هېڅ ډول جانبي عوارض نه لري.
د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسینو دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شوی، چې سږ کال په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمېر ۱۴ ته رسېدلی دی.
د دې پېښو لویه برخه د افغانستان په سوېلي او ختيځو حوزو کې ثبت شوې دي.
پولیو یوه دایمي فلج کوونکې او ان وژونکې ناروغي ده چې درملنه نه لري او پر وړاندې یې د ماشومانو د خوندي کولو او وقایې یوازېنۍ اغېزناکه لار، د هغوی واکسین کول دي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هېوادونه دي چې لا هم په نړۍ کې د پولیو د ناروغۍ د سیمو په توګه پاتې دي.