د هندوستان په کوربتوب د ورځنیو لوبو نړیوال جام پایلوبه نن ورځ دولس نیمې بجې، د اسټرالیا او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون لس غوره لوبډلو برخه درلوده. په لومړي پړاو کې هره لوبډله د یو بل پروړاندې مخامخ شوه، چې جمله ۹ لوبې یې ترسره کړې. نیمه پایلوبو ته د جدول د سر څلورو پیاوړو لوبډلو هند، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او اسټرالیا لار پیداکړه. په لومړۍ نیمه پایلوبه کې هند د نیوزیلنډ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته ووته او اسټرالیا بیا د سویلي افریقا په ماتولو سره ځان تر پایلوبې رسولی دی. د پایلوبې په کټلو سره به د ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریز نړیوال جام اتله لوبډله هم په ډاګه شي. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډلې هم د تېر ځل خلاف په دې نړیوال جام کې ښې لاسته راوړنې درلودې، چې په خپلو ۹ لوبو کې ۴ بریاوې ترلاسه کړې، په جدول کې یې د ۸ نمرو په خپلولو سره له انګلستان، سریلانکا، نیدرلینډ او بنګله دیش لوبډلو څخه وړاندې شپږم ځای خپل کړ.