د راپورونو له مخې نن شاوخوا لس نیمې بجې د لوګر د والي انور خان اسحاقزي پر لېږدوونکي موټر ځانمرګی برید وشو خو هغه ته په پېښه کې کوم زیان نه دی اوښتی. د لوګر امنیتي چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده. د لوګر د امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي چې پېښه د ځانمرګي برید له امله د محمد اغې ولسوالۍ په ذاهد اباد سیمه کې رامنځ ته شوې خو والي ته پکې کوم زیان نه دی اوښتی. دده په وینا د والي ساتونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده په ډاګه شوې. تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې. په دې اړه نور جزیات وروسته وړاندې کېږي…