روسي رسنیو ویلي، چې د جي شل په مجازي غونډه کې د دغه هیواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د برخې اخیستو خبر ورکړ. دغه غونډه چې ټاکل شوې د روانې اونۍ د چهار شنبې په ورځ ترسره شي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به هم پکې برخه واخلي. پوتین په دغه غونډه کې په داسې حال کې برخه اخلي چې، مخکې د سپټمبر په میاشت کې په هند کې د جي شل په کلنۍ حضوري ناسته کې یې برخه نه وه اخیستې. هند چې اوس مهال د جي شل ګروپ مشري کوي، د دغه هیواد لومړي وزیر نریندرا مودي تر دې مخکې ویلي و چې پوتین د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د خپل ناقانونه یرغل له پیل سره د جي شل په کلنۍ غونډه کې ګډون نه و کړی.