پنجشنبه, جولای 23, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

    سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

    اروپايي ټولنې؛ د نورستان له سېلاب‌ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړې

    بښنې نړیوال سازمان: د روږدو د درملنې پر مرکز برید دې د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

د ټاکنو خپلواک کمېسيون: هغه نوماندان له لېسته وباسو چې د کمېسيون د دفترونو په تړلو کې لاس لري

سپتمبر 25, 2018
in افغانستان
0 0

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ادعا کړې چې د ولسي جرګې د ټاکنو ځينو نوماندانو د دغه کمېسون د ولایتي دفترونو په تړلو کې لاس درلود او نومونه یې له وروستي لېسته ايستل کېږي.

د دغه کمېسيون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات وايي، تر څېړنو وروسته يې موندلې چې ځينو نوماندانو خپلې هغه تذکرې چې د نوماندۍ پر مهال يې کمېسيون ته وړاندې کړې وې، د افغانستان لوی ملي ائتلاف ته هم ورکړې دي.

سادات ويلي، د ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته به نه يوازې متخلف نوماندان له لېسته و ايستل شي، بلکې عدلي او قضايي ارګانونو ته به هم ور وپېژندل شي.

نوموړي ویلي: «کوم کسان چې له ائتلاف او سیاسي ګوندونو سره مرسته کوي چې دوی د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ساحوي دفترونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي او هغه هم نوماندان وي، نو موږ دغه کسان په نښه کوو او نومونه يې له لېسته ايستل کېږي. دغه شان دغه نوماندان عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي، په دې تړاو کار جریان لري او تاسو پوهېږی چې لا هم په کندهار کې زموږ يو سیمه ییز دفتر تړلی دی».

د ټاکنو خپلواک کمېسيون تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې نوماندانو ته خبرداری ورکړی و چې که دوی کومه ناغېړي وکړي، نومونه به یې حتی د رایو تر شمېرلو وروسته هم حذف او رايې به يې باطلې شي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف د شاوخوا یو لک جعلي سټېکر شویو تذکرو تر افشا کولو وروسته په هرات، ننګرهار، کندوز او بلخ ولایتونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ولايتي دفترونه تړلي دي.

د ټاکنو په کمېسيون کې سرچینې وايي، يو شمېر هغه کاندیدان چې په لویو کړیو او یا هم حکومتي چارواکو پورې تړلي دي، د دغه کمېسيون د ولايتي دفترونو په تړلو کې لاس لري.

د لوی ملي ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا بيا وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو کې له دوی سره يوازې خلکو مرسته کړې ده.

اوريا زياتوي: «له موږ سره ټول خلک ملګري وو او خلکو له زموږ سره د اړتیا له مخې مرسته وکړه، هغه سل زره جعلي تذکرې چې موږ افشا کړې، تر څنګ یې شاوخوا يو میليون نور اسناد هم زموږ په واک کې دي چې غواړو په راتلونکې کې یې لویې څارنوالۍ ته وسپارو، څو له تقلب کوونکو سره د قانون له مخې چلند وشي».

له دې ټولو سره سره د افغانستان د رڼو ټاکنو د بنسټ ريیس محمد نعیم ایوب زاده وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سیمه ییزو دفترونو په تړلو کې د نوماندانو د لاس لرلو موضوع ورته تر ډېره د منلو نه ده.

ایوب زاده وايي، که کمېسيون په دې تړاو اسناد لري، نو د رسنیو پرځای دې يې د انتخاباتي شکایتونو کمېسيون ته وسپاري چې په دې اړه له سرغړوونکو کاندیدانو سره د قانون له مخې چلند وشي.

Share26Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

ای او ایم: د نورستان سېلاب‌ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو او سرپناه ته اړتیا لري

جولای 23, 2026

د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

جولای 23, 2026

قالیباف: د هرمز تنګي امنیت د امریکايي ځواکونو له وتلو سره تړلی

جولای 23, 2026

سمنګان کې؛ د صنعتي پارک لپاره ۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شوه

جولای 23, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In