د متحده عربي اماراتو د لس اوریز کرکټ لیګ ۷ پړاو سیالۍ نن د روانې نومبر میاشتې په ۲۸ مه نېټه د افغان لوبغاړو په شتون کې پیلېږي. د ټي ټین لیګ په دې سوداګریزو سیالیو کې د افغان لوبغاړو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه لوبغاړي برخه لري. په سږني پړاو کې له افغانستانه، نوین الحق، قیس احمد، فضل حق فاروقي، اظهار الحق نوید، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، ظاهر خان، وقار سلیمانخېل، حضرت الله ځاځی، ضیاالرحمان، رحمان الله ګربز او نور احمد هغه افغان لوبغاړي دي، چې له بېلابېلو لوبډلو سره به ولوبېږي. د دې لیګ سږنی ۷ پړاو هم د تېر کال په بڼه ترسرهکېږي، چې ۸ لوبډلې پکې ګډون لري او هره لوبډله د یو بل پر وړاندې یو ځل مخامخ شي. دا سیالۍ چې نن ورځ د نومبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پیلېږي، د ډیسمبر تر ۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي.