جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

افغان اقتصادپوه: د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات فرصتونه رامنځته کړي دي

لیکنه: غاټول؛ د چین میډیا ګروپ خبریاله

نوومبر 29, 2023
in نړیوال خبرونه
0 0

د نومبر له ۲۸مې نيټې څخه د ډسمبر تر دوهمې نيټې پورې د چين د اکمالاتي ځنځير لومړی نړيوال نندارتون(China International Supply Chain Expo) په بېجينګ کې تر سره کیږي چې پکې د ځيرکو موټرو، زراعت ، پاکې انرژۍ، ډيجېټلي ساينس او تخنيک او روغ ژوند په اړه د پنځو توليد ځنځيرونو نندارخونې ځای پر ځای شوې دي او څه باندې پنځه سوه کورنۍ او بهرنۍ تصدۍ او شرکتونه په دې نندارتون کې ګډون لري. ډېر ګډون کوونکي وايي چې د همدغه نندارتون جوړېدل د اقتصادي پرمختګ لپاره خوځنده ځواک برابروي او د بېلا بېلو تصديو لپاره فرصتونه برابروي. د دې نندارتون د تر سره کېدو په درشل کې د چين د سي جي ټي اېن خبريالې غاټول د چين د سږني اقتصادي پرمختګ، د نړۍ لپاره د چين د اقتصادي خدمتونو او د ياد نندارتون په شمول د ځينو موضوعاتو په هکله د هه های پوهنتون له  افغان کانديد دوکتور ذاکرالله ذکي سره چې د سيدجمال الدين افغاني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي پخوانی رئيس و، مرکه کړې ده. هغه وويل چې د چين اقتصادي پرمختګ نه يوازې خپل هېواد کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات فرصتونه رامنځته کړي دي.

د چين د سوداګرۍ وزارت په وروستیو کې يوه شمېرنه خپره کړې چې له مخې يې د روان کال په اکتوبر کې د مصرفي توليداتو د خرڅلاو عمومي ارزښت (TRSCG)د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۷ اعشاريه شپږ زيات شوی او په مسلسلو درېیو میاشتو کې يې زياتوالی ښودلی دی. بله شمېرنه هم ښيي چې د روان کال له جنورۍ څخه تر اکتوبر پورې د توليداتو د انلاېن خرڅلاو ارزښت ۱۲۳۰۰ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱ اعشاريه دوه زيات شوی دی. د نړيوال اقتصاد د ورو والي په حال کې د چين اقتصاد بيا احيا د ښه کېدو په حال کې ده او عمده اقتصادي ګراف لا ښه شوی دی. په دې اړه ښاغلي ذکي ويلي چې د کوویډ-۱۹ له خپریدو وروسته او همدارنګه  د نړيوال اقتصاد د ورو والي  په ترڅ کې، د چين هیواد اقتصاد کې انعطاف او د اقتصادي ودې اړوند مختلفو شاخصونو کې مثبت او چټک تغیر د منظمو او غوره اقتصادي پالیسو او تګلارو جوړښت او اغېزمنتوب څرګندوي. د پورته معلوماتو او ارقامو په رڼا کې ویلای شو چې د محصولاتو په بازارونو کې د سیالۍ د پیاوړتیا لپاره جوړ شوي اصلاحات د کلیدي مرسته کوونکو په توګه د پام وړ دي. دا چې انلاین سوداګري په اوس وخت کې د سوداګرۍ لپاره یو زړه راښکونکی انتخاب دی چې غواړي د خپلو پیرودونکو کچه پراخه او پلور زیات کړي نو یادې ګټنې یې په دې هیواد کې په پراخه توګه کتلی او مقایسه کولی شو، د دې تر څنګ په چین هیواد کې په ملي کچه د کنټرول منظمو پالیسیو، د کورنیو تقاضا پالیسیو، فعاله مالي پالیسیو او په نسبي ډول چټکه اقتصادي وده کې د پولي واحد ثبات پالیسۍ د نړۍ او په ځانګړې توګه د مخ پر ودې هیوادونو لپاره ارزښتناکه او د پام وړ تجربې برابرې کړي دي.

چين د يادو پاليسيو په غوره کولو سره د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره خپل خدمتونه کړي او کوي يي. د معلوماتو له مخې د لمريزې انرژۍ، د بادونو په وسيله د برېښنا برابرولو د تجهيزاتو، مسلکي بې پيلوټه الوتکو، ګرځنده ټيليفونونو ،ګړندي اورګاډو او روبوټونو په شمول ځينو صنايعو کې په نړۍ کې د چين له خوا نيول شوې برخې له پنځوس سلنې څخه اوښتې ده. په چین کې د نړيوال پولي صندوق لوړ پوړي استازي سټيفان الون بيناټ اټکل کړی چې په روان او راتلونکي کاله کې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره د چين خدمتي انډول يوه په درېیمه برخه ونيسي. ښاغلي ذکي د نړيوال اقتصادي پرمختګ د چين د خدمتونو د یادونې په ترڅ کې داسې ويلي چې د چين هیواد اقتصاد او په خاص ډول د سوداګرۍ چټک پرمختګ نه يوازې چین کې بلکې په ټوله نړۍ کې زيات کاري فرصتونه رامنځته کړي دي او د نړيوالې سوداګرۍ د اسانتيا او د منابعو د تخصيص په ښه کولو کې يې مهم رول لوبولی دی، د نړۍ په کچه د پانګونې تر ټولو غوره ځای په توګه د  چین هیواد راڅرګندیدل په نړیواله اقتصادي منظره کې د دې هیواد اهمیت په ګوته کوي او د اوسني اقتصادي پرمختګ له تمايل سره سم د نړیوالو وړتيا پوره کولو کې د اهمیت وړ دی. د نړيوال اقتصاد او اقتصادي ودې لپاره چين د پام وړ او اغېزمن رول لري.

تېر کال چين ته د افغانستان صادراتي ارزښت ۴۰۲ میلیونه امريکايي ډالرو ته رسېدلی او د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې دغه رقم  ۳۳میلیونه او ۹۳۰ زره امريکايي ډالره و. څېړنيز راپور ښيي چې چين ښايي د افغانستان دوهم لوی سوداګريز همکار وګرځي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزې همکارۍ او لرليد د يادونې پرمهال ښاغلي ذکي وويل چې په داسې حال کې چې یاد ارقام د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مثبتې هیلې څرګندوي، کوم چې په اقتصادي اړیکو او جیوپولیټيکو شرایطو کې د هر ډول بدلونونو د پام وړ اغیزه کولی شي، نو زیات او دوامداره دوه اړخیز تړونونه او ګډې هڅې به د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګرۍ  ته نوي بڼه ورکړي. دا چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی مثبته نښه ده او د نوي بازارونو، فرصتونو په رامینځته کولو او اقتصادي پراختیا کې د مرستې له لارې د افغانستان په اقتصاد باندې مثبته اغیزه کوي. اړینه ده چې د دواړو هیوادونو حکومتونه د پرمختللې سوداګرۍ منظرې سره تطابق له مخې اړوند اړیکې ټینګې او پیاوړي کړي.

د مرکې په پای کې ښاغلي ذکي بیا  د چين د اکمالاتي ځنځير لومړی نړيوال نندارتون يادونه کړې او ويلي يې دي چې په نړۍ کې د يوه هېواد پرمختګ له بل هېواد سره نږدې اړيکې لري، هر يو هېواد د ځنځيرونو يوه برخه ده. نو د همدغه نندارتون تر سره کېدا ډېر مهم اهميت لري. اړوندو مختلفو سکټورونو ته په پام سره، د هر اړخیزه پایلو طمعې شتون لرلای شی او ټوله کې د پام وړ دي، دا چې د یاد نندارتون  ټینګار پر نوښت، د ځیرکو موټرو تولید پراخول، زرغون زراعت، پاکه انرژي، او ډیجیټل ساینس او تخنيک او د نویو ابتکاراتو نندارې ته ژمنتیا ده، نو یاد نندارتون د پراخو سوداګریزو شبکو لپاره یو مهم ځای کیدای شي، پانګوالو او سوداګرو ته دا فرصت برابروي چې په مشخصو سکټورونو کې د شراکت، همکارۍ او سوداګرۍ امکانات ولټوي او د نویو محصولاتو په برخه کې د ګډون کوونکو پوهه لوړه او د پام وړ معلومات ترلاسه کړي.

Share8Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In