د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو څخه زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو لپاره ۱۷۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري، چې تراوسه یې د دغو پیسو یوازې ۳۷.۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي. اوچا پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هرات کې د زلزله ځپلو له ډلې یې تراوسه ۲۴۲ زره او ۴۰۰ کسانو ته مرستې برابرې کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې په دغو زلزلو کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له ۲۰۰۰ څخه زیات نور ټپیان شوي او دغه راز له۳۳۳۰ څخه زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي، چې اکثریت یې د دغه ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې دي.