د افغانستان الف کرکټ لوبډله نن ورځ په متحده عربي اماراتو کې د انګلستان الف کرکټ لوبډلې پروړاندې درې ورځنۍ تمریناتي لوبه پیلوي، چې د روانې ډیسمبر میاشتې تر ۵مې نېټې پورې به دوام وکړي. ویل کیږي چې د افغانستان کرکټ بورډ به له انګلستان کرکټ بورډ سره په ګډه د یادې لوبې کوربه توب وکړي او لګښتونه به هم د خپلو خپلو لوبډلو ورکوي. افغان کرکټ بورډ وایي چې د انګلستان الف لوبډلې پر وړاندې دغه درې ورځنۍ تمریناتي لوبه د راتلونکو سیالیو او سفرونو لپاره د لا غوره چمتووالي په موخه پلان شوې ده. دغه تمریناتي لوبه په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغان الف لوبډلې تر دې وړاندې له عمان کرکټ لوبډلې سره ۲ یو ورځنۍ او ۵ شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.