په داسې حال کې چې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو لپاره د رسمي کمپاينونو پيل ته لا هم درې ورځې پاتې دي، خو د جرګې ځينې غړي او په لسګونو نوماندان وار له مخې په ټاکنيزو منډو ترړو بوخت دي.
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي چې د جرګې هغه غړي دې له دولتي امتيازاتو محروم کړای شي چې پر ټاکنيزو منډو ترړو بوخت دي.
بشردوست پرون د ولسي جرګې په امتيازي ساعت کې وويل، د ولسي جرګې ډېره برخه غړي په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي او خپلو دندو ته نه حاضرېږي. دده په وینا د دوی معاشونه او نور امتیازات باید د قانون له مخې ترې وګرځول شي او یا دې دندو ته حاضر کړل شي. هغه وویل، چې ډېری وکیلانو له خپل اوسني موقف په استفادې ځان ته کمپاین کوي او په دې کمپاینونو کې حکومتي امکانات کاروي. نوموړي د ولسي جرګې له اداري پلاوي وغوښتل چې د دغه «ملي خیانت» مخه دې ونیسي او د بیت المال شتمنۍ دې په دغه ډول وکیلانو نه لګوي.
د ولسي جرګې غړو داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې د يادې جرګې چارې د نصاب د نه پوره کېدو له کبله له خنډ او ځنډ سره مخ شوې دي.