د وردګو په جغتو او د کاپيسا په تګاب ولسواليو کې د هوايي بريدونو له کبله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې وړمه شپه د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې پر یوه کور هوایي برید شوی دی.
د مولوي محمد قابل په نامه یوه کس رسنيو ته ویلي چې بمبار د معلم امرالله په نامه د یوه کس پر کور شوی او د کورنۍ غړو ته یې مرګ ژوبله اوښتې ده. محمد قابل ويلي چې په پېښه کې د دې کورنۍ اتلس غړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي وژل شوي. د ده په خبره دغه کسان ټول ملکي وګړي دي او له وسله والو ډلو سره هېڅ راز اړیکه نه لري.
بل پلو د کاپیسا د والي ویاند قیس قادري مني چې بهرنیو او افغان ځواکونو په ګډه عملیات ترسره کړي دي، خو د ملکي وګړو مرګ ژوبله یې رد کړې ده.
د ده په وینا په دغو عملیاتو کې اته طالب وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې چې د ګډو ځواکونو عملیات په یاده سیمه کې لا هم روان دي او له یادو سیمو د وسله والو طالبانو تر پاکولو پورې به ادامه پيدا کړي.
بل پلو د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د وردګو په جغتو ولسوالۍ کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیمې اوسېدونکو او قومي مشرانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې وړمه شپه د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سیمه ییزې سرچینې وايي چې د جغتو ولسوالۍ په ملا حافظ کلي کې له دوو ورځو راهیسې عملیات روان وو، وړمه شپه د همدې عملیاتو په لړ کې د مسیح الله نومي کس کور بمبار شوی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ کسه پکې وژل شوي دي.
د وردګو ولایت امنیه قومانداني بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني خو وايي چې افغان ځواکونو پخپلو عملیاتو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت دراني سپوږمۍ راډیو ته ویلي چې تر څلوېښتو ډېر طالبان په دغو عملیاتو کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې په جغتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د كاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو ولسوالیو کې د نظامي عملیاتو او هوایي بمباريو په پایله کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې او دغه بريدونه يې بشر ضد جنايت بللی دی.
پخواني ولسمشر له تروریزم سره د جګړې تر نامه لاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د عام ولس وژنه او د افغانانو د کلیو او کورونو وېجاړول د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بللی او د دغه راز بریدونو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.