۱- د مخ وچولو چل زده کړئ: هېڅکله د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک مه موښئ. هغه روی پاک چې یوازې په تاسو پورې اړه لري، را واخلئ، یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر مخ کېږدی او بېرته یې ترې پورته کړی.
۲- د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ: مخ یوازې له مینځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جزبولای شي او بس.
د دې لپاره چې د بدن پوست مو ښکلی او شفاف شي، نو له ګرمۍ، یخنۍ او باد څخه ځان وژغورئ او همدارنګه پاکه او صافه وینه هم د ښکلي پوست لامل کېږي.
څه ډول پاکه وینه درلودلی شی او کوم څه د دې لامل کېږي چې پاکه وینه ولرئ؟
۱- د دې لپاره چې وینه مو صافه او پاکه شي، په یوه کال کې باید ۳۰ ورځې روژه ونیسی او د اوړي په موسم کې هرو مرو په خپل غذایي رژیم کې مېوه ور زیاته کړی.
۲- د ښکلي پوست او پاکې وینې درلودو لپاره له انځرو، نخودو، خرما او شاتو څخه ګټه واخلئ.
۳- سالم خواړه او طبیعي مېوې هم د وینې د صافوالي لامل کېږي او په بدن کې خپرېږي؛ ځکه صافه وینه د صاف او شفاف پوستکي لامل کېږي.
هغه خوراکي توکي چې وینه صافوي، عبارت دي له نخودو، غنمو، انځرو، بادامو، شیدو او کنجدو څخه. په ټوله کې دغه خوراکي توکي د دې لامل کېږي چې وینه مو صافه او څېره مو ښکلې کړي.