په ژمي کې تور چای د ځان ګرمولو لپاره خورا ګټور دی چې د دې ترڅنګ نورې ګټې هم لري. تور چای د انټي اکسیدانو تر ټولو ښه سرچینه ده چې د بدن دفاعي سيسټم پیاوړی کوي او نه پرېږدي چې سرطان مو په بدن کې ځای ونیسي. د وینې له لوړ فشار سره هم مقابله کوي. څېړونکي وایي، د تور چای ښېګڼې یوازې دا نه دي چې له سرطان څخه مو ژغوري، بلکې د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره هم ګټور تمامېږي. د شکرې ناروغۍ په اړه هرو مرو معلومات لری چې څه ډول ناروغي ده؛ په نړۍ کې نن سبا په میلیونونو کسان پر دې ناروغۍ اخته دي. شمېرې څرګندوي چې له اوبو وروسته په نړۍ کې د تور چای مینوال ډېر دي، له همدې کبله پرې څېړونکو ډېرې څېړنې کړې دي. په تور چای کې شته پولي سکاریډونه چې د نشایستې او سلولوز لرونکي دي، د شکرې ناروغۍ د کنټرول لپاره ګټه لري. دغه ترکیبونه کولی شي چې په بدن کې له اړتیا زیاتو ګلوکوزو د جذب مخه ونیسي، یوه څېړنه چې په ۲۰۰۸ ز کال کې شوې ده، ثابتوي چې تور چای په دوه ډوله د شکرې له ناروغۍ سره مقابله کوي. دوی وایي، په تور چای کې شته پولی فینولونه او انټي اکسیدان د سلولونو د تخریب مخه نیسي او هم کولی شي چې په بدن کې د انسولینو کړنې تنظیم کړي.