د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ قطر ته تللی دی او هلته یې طالب استازو سره کتلي دي. د راپورونو له مخې دواړو لورو په دوحه کې پر یو شمېر مسایلو خبرې کړې دي. وسله والو طالبانو هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ تېره ورځ خبرې پیل شوې دي او نن به هم دوام ولري. امریکايي لوري بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د طالبانو او امریکا تر منځ دا د خبرو څلورم پړاو دی. تر دې وړاندې طالبانو خبرداری ورکړی و، چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرې وځنډوي. دوی ویلي وو امریکا پر اصلي اجنډا چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل دي، خبرې نه کوي نو ځکه طالب استازي غواړي خبرې ورسره وځنډوي. خو نن بیا هم د څلورم ځل لپاره طالبان او امریکايي ديپلومات خبرو ته سره ناست دي. ددغه لیدنې په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.