پر ټاکنیزو کمېسیونونو تر پراخو نیوکو وروسته اوس ددې کمېسیون په رهبرۍ کې د تغیراتو احتمال لیدل کیږي. یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط کابل نیوز ته ویلي، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ددې تغییراتو په تړاو پر یوه مشخصه طرح کار کیږي او ډېر ژر به طرح نهايي شي. ویل کیږي، چې ولسمشر غني به ددې طرحې له مخې د پنجشنبې تر ورځې پورې د کمېسیون په رهبرۍ کې تغییرات رامنځ ته کړي. په ورته مهال پر انتخاباتو څارونکې ادارې وایي، چې دغه تغییرات او طرح باید د احزابو، نوماندانو او مدني ټولنې استازو سره په همغږۍ جوړه شي. په کابل کې د اروپايي اتحادیې سفیر هم په کمېسیونونو کې پر ژورو اصلاحاتو ټینګار کړی او وايي، چې دغه اتحادیه به تر اصلاحاتو وروسته له انتخاباتي کمېسیونونو سره مرستې وکړي. له دې سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم وایي، چې په دې کمېسیون کې اصلاحات روان دي خو دغه اصلاحات په ټیټه کچه دي.