د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون ویلي که طالبان د سولې له مذاکراتو وځي نو ددغه ډلې او نورو ترهګرو پر ضد به د امریکا جګړه دوام پیدا کړي. د امریکا ددفاع وزارت یوه چارواکي ویلي امریکا له طالبانو سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي او هیله لري چې افغان جګړه د مذاکراتو او خبرو پر مټ حل شي، خو که داسې و نه شي نو امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمنه ده او د طالبانو په ګډون د ټولو ډلو پر وړاندې به جګړه دوام پیدا کړي. د امریکا ددفاع وزارت داسې مهال دغه خبرداری ورکړی، چې د امریکايي ديپلومات او طالبانو ترمنځ په قطر کې خبرې روانې دي. ویل کېږي چې له افغانستان د امریکايي او بهرنیو ځواکونو وتل او همدا راز د ګاونډیانو پر ضد د افغان خاورې نه کارول د بحث اصلي موضوعات دي.