د کرنې او مالدارۍ وزارت او مخابراتي شرکتونو تر منځ یو مجموعي قراردادلیک لاسلیک شو. د دغه قرارداد له مخې مخابراتي شرکتونه د دې ادارې اړوند ځمکه کې د مخابراتي انتنونو د نصبولو اجازه ترلاسه کوي. د کرنې وزارت مسوولین وايي، دغه اداره هڅه کوي، چې په هېواد کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي. د مسوولینو په خبره د دغه قرارداد په پلې کېدو سره به د وزارت په عوایدو کې زیاتوالی راشي. داپه داسې حال کې ده چې د مخابراتي شرکتونو نږدې ۷۷۷ سایټونه په دولتي ځمکو کې موقعیت لري او له همدې امله نږدې ۲۲۳ میلیونه افغانۍ د اجارې او قراردادونو له لارې د دولت حساب ته انتقالیږي.