په غور ولایت کې یوه لوبغاړي د ۳ ساعتونو لپاره په واورو کې ورزشي نندارې وړاندې کړي دي. دغه لوبغاړی عبدالقاسم فردوسي نومیږي، نوموړي ویلي، چې د دې نندارو موخه یې د کارګرو ماشومانو ملاتړ دی. د نوموړي په خبره نن سبا په زیات شمېر کې ماشومان د ښوونځیو پر ځای درانه کارونه کوي. هغه دغه راز له خلکو هیله کړې ده چې له ورزشکارانو ملاتړ وکړي. فردوسي زیاتوي لوبغاړي ډېرو ښو غذايي موادو ته اړتیا لري، خو په افغانستان کې د خراب اقتصادي حالت له امله دوی ورته لاس رسی نه لري. د یادولو وړ ده چې عبدالقاسم فردوسي له ډېرو کلونو راهیسې په واورو کې سپورټي نندارې وړاندې کوي، نوموړي په ۲۰۲۲ کال هم ۳۳ دقیقې خپل بدن په واورو کې پټ کړی و.