تر هرڅه وړاندې د خپل ځان په اړه فکر وکړئ چې کومې ښېګڼې لری؟ د لا زیاتوالي لپاره یې څه کول پکار دي؟ له دغو ښېګڼو څخه خپلې موخې ته د رسېدو لپاره څنګه ګټه اخیستلای شی؟ کومې نیمګړتیاوې او کمۍ لری؟ د دغو نیمګړتیاوو لاملونه څه دي او څنګه کولای شی له منځه یې یوسی؟
یوازې تاسې خپله یاست چې ځان ته مشوره ورکړی
د ستونزو په وخت کې لومړی خپل ځان ته رجوع وکړئ، هر ستونزه به مو په خپل وار سره حل شي، په مخ کې هر خنډ به مو له منځه ولاړ شي او د بریاوو دروازې به مو یو پر بل پسې پر مخ پرانیستل شي. ستاسې په وجود کې دغه الهي قوه هېڅکله هم تاسې ته داسې څه نه درکوي چې ستاسې او د نورو د ځور لامل وګرځي، د ځان په اړه ستاسې په ذهن کې ټولې سالمې مشورې ستاسې په ګټه دي.
یوازې تاسې خپله یاست چې له ځان سره مرسته کولای شی
همدا تاسې یاست چې موخې ته د رسېدو لپاره په مخ کې پراته خنډونه له منځه وړلای شی.