د کرکټ بورډ ادارې لخوا په خوست ولایت د یوې سر لوڅې کرکټ اکاډمي د جوړولو چارې بشپړې او نن ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د مالوماتو له مخې په دغه پروژه کې د چمن کرلو ترڅنګ ۸ ویشتنځایونه جوړ شوي، چې ۴ د چپسو او ۴ خاورین ویشتنځایونه پکې شامل دي. د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس په سپارښتنه په خوست ولایت کې د کرکټ په لوبغالي کې هم د لوبغاړو د اوسېدنې لپاره د یو معیاري مېلمستون رغنیزې چارې پیل شوې، چې تر دې مهاله ۵۰ سلنه چارې بشپړې شوې او پاتې نورې به یې هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.