د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ورځ په شارجه نړیوال لوبغالي کې دویمه شل اوریزه لوبه ترسره کیږي. د مالوماتو له مخې نننۍ لوبه د کابل پر وخت د مازیګر شپږنیمې بجې پیلېږي. د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ چې تېره اونۍ د ۲ تمریناتي لوبو لړۍ ترسره شوه دواړه افغان لوبډلې وګټلې او د دې ترڅنګ په لومړۍ شل اوریزه سیالۍ کې یې هم سیاله لوبډله د ۷۲ منډو په توپیر ماته کړله. دواړه لوبډلې به د سې شنبې په ورځ د شل اوریزې لوبلړۍ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي. د یادولو وړ ده، افغان لوبډله د اماراتو له سفر وروسته له هند سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې لومړۍ به یې د جنورۍ میاشتې پر ۱۱مه، دویمه پر ۱۴مه او درېیمه به یې د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه ترسره شي.