د افغانستان او متحده عربي اماراتو کرکټ ملي لوبډلو تر منځ د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې ترسره کېږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ تردې وړاندې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې افغانستان د ۲۰۳ منډو لوی هدف ټاکلی و او د اماراتو لوبډلې یې په ۱۳۱ منډو وسوځوله، خو په دویمه لوبه کې بیا افغانستان د ۱۶۷ منډو هدف ترلاسه نشو کړای او ټول لوبغاړي یې په ۱۵۵ منډو وسوځېدل. داچې دا لوبلړۍ یو پر یو مساوي ده؛ نو نن ماښام د یادو دواړو لوبډلو لپاره مهمه لوبه ده، ځکه چې ګټونکې لوبډله یې د لوبلړۍ ګټونکې اعلانېږي. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به له متحده عرب اماراتو نه تردې لوبلړۍ وروسته د هند په لوري حرکت وکړي او هلته به له کوربه هندوستان سره دری شل اووریزې لوبې ترسره کړي.