ایرانی ولسمشر وایي له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې ویلي، چې ترهګري نه یوازې د افغانستان لپاره سرخوږی دی بلکې د سیمې ټولو هېوادونو ته ستونزې جوړولی شي. دواړو لورو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۳مې غونډې په څنډه کې سره لیدلي دي. د روحاني په وینا ایران د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره همکاري کوي، ځکه دا پدیدې دواړو ملتونو ته زیانونه اړولی شي. نوموړي همدا راز ویلي چې افغانستان به له چابهار بندر ګټه پورته کړي او همدا راز به د هرات خواف رېل پټلۍ ډېر ژر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. روحاني زیاته کړې چې ایران د ورته پروژو په مرسته د افغانستان په اقتصادي وده کې خپلې همکارۍ ته ادامه ورکوي. اجرایه رییس هم پر ښو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی او په اهواز کې د وروستي ترهګریز برید له امله یې له ایراني اړخ سره خپله خواخوږی شریکه کړې ده.