د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو د لړۍ دویمه شل اوریزه لوبه نن ماښام ۶ بجې ترسره کیږي. تر دې وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه هند د ۶ ویکټو په توپیر ګټلې ده، که چیرته نننۍ لوبه افغان لوبډله ګټي؛ نو لوبلړۍ یو پر یو مساوي کیږي، چې بیا د وروستۍ شل اوریزې لوبې په ګټلو سره به د لوبلړۍ ګټونکې لوبډله په ډاګه شي. افغان لوبډلې ته د دې لوبلړۍ ګټلو لپاره دوه لوبې او د هندۍ لوبډلې لپاره یوازې یوه لوبه ګټل پکار دي. د یادولو وړ ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۷ نېټه ترسره کیږي.