د افغانستان او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن ماښام شپږ بجې د شل اوریزې لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کیږي. په دې لوبلړۍ کې هندوستان د ۲ لوبو په ګټلو سره له وړاندې دا لوبلړۍ ګټلې ده. د افغان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ویلي، چې که څه هم دوی په تېرو ۲ لوبو کې ځینې نیګړتیاوې درلودلې، خو ډېره هڅه کوي، چې په دې وروستۍ لوبه کې بریا خپله کړي او هند ته په لومړي ځل ماتې ورکړي. دا په داسې حال کې چې افغان لوبډلې تر اوسه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هندۍ لوبډلې ته ماتې نه ده ورکړې. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به د هندوستان له سفر وروسته له سریلانکا سره په راتلونکې فبروري کې یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.