افغان حکومت وایي تر اوسه د سولې لپاره له خپلو ټاکلو موخو لرې دی. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې د جینوا د راتلونکي کفنرانس په اړه د خبرو پر مهال ویلي چې سوله د افغان حکومت موخه ده، خو دوی لا تر اوسه له دغه موخې لرې دي. دده په وینا افغان حکومت هغه اهدافو ته نه دی رسېدلی چې د سولې لپاره یې ټاکلي وو. صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې هېڅ راز مرستې ونه سپموي. رباني ویلي، د جینوا په راتلونکې غونډه کې به هم له ټولو نړیوالو متحدینو وغواړي چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي او د سولې لپاره خپلې عملي تجربې او نظریات له افغان حکومت سره شریک کړي. نوموړي ویلي په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د پیل کړي ماموریت بریا په دې کې ده، چې د سولې په برخه کې عملي همکاري وکړي. هغه همدا راز ټینګار کړی، چې افغان حکومت د سولې لپاره د هڅو تر څنګ د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړې ته هم ادامه ورکوي.