د ۱۹ کلنو کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سبا سه شنبه د افغانستان او نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي. د مالوماتو له مخې دا لوبه به د جنوبي افریقا په ایسټ لندن ښار کې د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ نیمو بجو پیل شي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان تر ۱۹ کلنو د کم عمره کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له پاکستان څخه ماتې خوړلې ده. د ۱۹کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ چې د جنوبي افریقا په کوربتوب ترسره کیږي، سږ کال پکې ۱۶ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې برخه لري. افغان لوبډله په (ډي) ګروپ کې له نیوزیلنډ، نیپال او پاکستان لوبډلو سره یو ځای ده.