د ۱۹ کلنو د کم عمره نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډله خپله دویمه لوبه نن غرمه ۱۲ نیمې بجې له نیوزیلنډ ۱۹ کلنې کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کوي. افغان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه پاکستان لوبډلې ته په ستر توپیر بایللې ده. په هغه لوبه کې پاکستان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره په پوره ۵۰ اورونو کې د ۲۸۵ منډو هدف ورکړی و، چې په ځواب کې یې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۸۱ منډو په ستر توپیر بایلوده. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډله به په ( ډي) ګروپ بله لوبه د روانې جنورۍ میاشتې په ۲۶ مه نېټه له نیپال لوبډلې سره ترسره کړي.