د جنوبي کوریا د یونهاپ خبري اژانس د خبر له مخې؛ په ځايي وخت نن سهار د امریکا یوه اېف ۱۶ جېټ جنګي الوتکه د جنوبي کوریا لویديځ ساحل په اوبو کې لوېدلې ده. د دې خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې الوتکه په اوبو لویدلې، پیلوټ یې چې د الوتکې څخه یې ځان لاندې غورځولی و ژوندی او خوندي دی. په کوریا کې د امریکایي ځواکونو قوماندانۍ ویلي چې د دې پیښې په اړه به جزیات وروسته خپاره کړي. په سیمه کې پولیسو هم ویلي چې د پېښې په اړه به څېړنې کوي. تر اوسه د الوتکې لویدلو لامل نه دی معلوم.