د پاکستان یوې محکمې د توشه خانې په مقدمه کې پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي ته د ۱۴ کاله بند سزا اورولې ده. د غویي په ۲۰مه عمران خان د اسلام اباد په یوې محکمه کې د امنیتي ځواکونو لهخوا نیول شوی و، چې لومړی اټک زندان کې و او له هغه وروسته اډیاله زندان ته ولېږدول شو. تحريک انصاف ډلې د محکمې دغه پرېکړه يوه ټوکه او سياسي انتقام بللی. د دې ډلې وياند ﺭووف حسن ویلي، چې د پاکستان د محکمو تاﺭيخ د ډېرو بدو پېښو او بدو پرېکړو شاهد پاتې شوی دی. د دغې پرېکړې له مخې چې د پاکستان د احتساب محکمې کړې، بشرا بيبي او عمران خان ته د توشه خانې په مقدمه کې د ۱۴ کلونو بند سربېره ۱.۵ مېلیارده جرمانې د ټاکلو تر څنګ هغوی دواړه د ۱۰ کلونو لپاره نه شي کولی په دولتي څوکیو کار وکړي.