افغان کرکټ بورډ په خپله فیسبوک پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د کرکټ ملي لوبډله به سبا جمعه د سهار ۹ بجې د سریلانکا پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې په موخه د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. کرکټ بورد تر دې وړاندې ویلي و چې افغان لوبغاړو سریلانکا ته له رسېدو وروسته د چمتووالي تمرینات هم ترسره کړي دي. د کرکټ بورډ د مالوماتو له مخې افغان لوبډله به له سریلانکا لوبډلې سره یوازینۍ د ټسټ لوبې سربېره ۳ یو ورځنۍ او دغه راز ۳ شل اووریزې لوبې هم ترسره کړي. کرکټ بورډ د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د ټییټ لوبې لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی او ویلي یې دي، چې د پاتې فرمټونو د لوبغاړو نوملړ به هم ډېر ژر خپور کړي.