امریکا وایي د ایران هغه تورونه بې ځایه دي، چې ګواکي واشنګټن د اهواز په برید کې لاس لري. د امریکا ددفاع وزیر وایي ایران تر دې دمه لږ تر لږه درې هېوادونه او یوه ډله په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي دي نو معلومه به شي چې دا لېست څومره نور اوږدېږي. د متیس په خبره امریکا په دغه برید کې هېڅ ډول لاس نه لري او د حسن روحاني څرګندونې بې بنسټه دي. متیس وایي د درېیو هېوادونو تورنول دا ښيي چې ایران د برید په اړه د دقیقو معلوماتو په ترلاسه کولو نه دی بریالی شوی او ښايي دا لېست نور هم اوږد کړي.