جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

چين نږدې ۱۹۰۰ بهرنيانو ته د حکومت دوستۍ جايزې ورکړې دي

فبروري 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0 0

د چين حکومت د فبرورۍ په څلورمې نېټې لسګونو بهرنيو کارپوهانو ته د ۲۰۲۳م کال د حکومت دوستۍ جايزې ورکړې او مراسم يې په همدې ورځ په پلازمېنې بېجينګ کې د خلکو لوی تالار کې ترسره شول.

د چين حکومت هر کال هغو بهرنيو کارپوهانو ته د دوستۍ جايزې ورکوي، چې په چين کې کار کوي او د دغه هېواد د اصلاحاتو او پرمختګ لپاره يې لوی خدمتونه کړي دي. تراوسه پورې د نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو او سيمو ۱۸۹۸ کارپوهانو دغه جايزې ګټلې دي.

د دغې جايزې تاریخ د تېرې پېړۍ په ۵مه لسيزه کې پيل شوی. په هغه زمانه کې د چين د وخت مرکزي حکومت په دغه هېواد کې د شوروي اتحاد کارپوهانو ته د دوستۍ مډالونه او د چين ولسي جمهوریت مننليکونه ورکړي وو. په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې له پلي کېدو وروسته د دغه هېواد د دولتي شورا په منظور د دوستۍ جايزې ورکونې اعاده شوې.

د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او مرکزي حکومت د يادې جايزې د ورکولو کارونو ته ډېره پاملرنه کوي او لوړپوړو چارواکو يې له تېرو ډېرو کلونو راهيسې جايزه ګټونکو ته مډالونه او ستاينلیکونه ورکړي او صدراعظم يې څو ځلې له جايزه ګټونکو سره کتلي او ګډ عکسونه يې اخيستي دي. دغه راز هغوی ته يې د ملي جشن په وياړ مېلمستيا په ګډون يو لړ مهمو غونډو يا فعاليتونو کې د ګډون بلنې هم ورکړې دي. د نړۍ د پنځو لويو وچو د ۲۶ هېوادونو ۵۰ بهرنيو کارپوهانو د ۲۰۲۳م کال دوستۍ جایزې ګټلې دي.

ولې دغه بهرني کارپوهان د چین د حکومت لخوا ستايل شوي؟ هغوی له چين سره څه ځانګړې دوستي ټينګه کړې؟

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳م کال د دوستۍ جايزې ګټونکي په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي، ځينې يې د چين د ايکولوژۍ او چاپېريال ساتنه کې، ځينې يې د چين د طبي خدماتي سيستم په اصلاحاتو کې او ځينې نور يې په نړيوالو ټولنيزو رسنيو کې د چين د حکومتوالۍ په اړه د معلوماتو په خپرولو کې لګيا دي او چينايان يې نږدې ملګري او رښتيني دوستان ګڼي.

چين د دغو بهرنيو کارپوهانو په زړونو کې ځانګړی ځای ځایګی لري.

قزاقستانی کافلبیک کاپيلابکوف د چين د هېلونګجياګ ولایت د داچينګ ښار د سترګو روغتون کې د ډاکټر په توګه ۲۵ کلنه دنده کړې او له ګڼ شمېر چيني ناروغانو سره يې د ليد وړتيا د بېرته ترلاسه کولو مرسته کړې ده. هغه وویل: له ۲۵ کلونو راهيسې مې له هېلونګجياګ او چين سره ډېره مينه پيدا شوه، د دوستۍ جايزه نه يوازې له خپلو کارونو د چين خوښي څرګندوي، بلکې د چين او قزاقستان د خلکو ژوره دوستي هم انعکاسوي.

د ناروې کارپوه او د ملګرو ملتونو پخواني مرستيال سرمنشي ايريک سولهېم له ډېرو کلونو راهيسې د چين د ايکولوژۍ د ساتنې او ښه والي لويې کارنامې له نږدې ليدلې او د اړوندې لویې او نمونوي پروژې يې نړيوالو ته ورپېژندلې دي.

 د دغو بهرنيو کارپوهانو د هڅو په نتيجه کې د نړۍ د نورو هېوادونو او چين ترمنځ همکارۍ او دوستي لاټينګې شوې دي. هغوی ځکه چين ته راغلي او  دلته یې کار کړی، چې چين هغوی ته ډېر جالبه ښيي.

چين لرغونی او زړه راښونکی تمدن لري، نظام يې څرګندې ځانګړتياوې ښيي او د عصري کېدو بهیر يې نورو هېوادونو ته ډېر فرصتونه برابروي چې همدا بهرنيانو ته د خپلو وړتياوو او ارزښت د ښودلو ډېره ښه زمينه برابره کړې ده.

د دوستۍ جايزې نه یوازې بهرنيو کارپوهانو ته د چينايانو خوښي او درناوی، بلکې داسې ټينګ هوډ يې هم څرګندوي، چې خپل هېواد به يې په لوړې سويې او هراړخيزه توګه پرانيستی وساتي.

چين په دې وروستيو کلونو کې د بهرنيو کارپوهانو د جذب لپاره يو لړ نوي تدبيرونه غوره کړي،  د بېلګې په توګه بهرنيانو ته په چين کې د کارونو اجازه ورکولو ميکانیزم يې پلی کړی او په دغه هېواد کې يې د دايمي استوګنې د جواز ورکولو اسانتياوې برابرې کړې دي.

روسي جايزه ګټونکی ميهاير ملوزوف د شانګهای د کار ورځپاڼې د مرستيال مدير په توګه دنده ترسره کوي، نوموړي وويل، چين د بهرنيو مستعدو کسانو د جذب په برخه کې ډېرې ښې تګلارې غوره کړې دي. فرانسوي جايزه ګټونکي يفون لي ماهو په چين کې د موجوديت تنوع په ساتلو کې ډېر کارونه کړي دي، نوموړي باور وښوده چې چين به د متقابلو ګټو پر بنسټ زيات غوره مستعد بهرنيان راجلب کړي.

Share2Tweet1Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2
The Algerian Foreign Ministry headquarters is seen in Algiers, Algeria on May 5, 2026, following Algeria's decision on September 10, 2026, to sever diplomatic relations with the United Arab Emirates after exhausting all avenues to preserve bilateral ties, as stated in a communique from the Ministry of Foreign Affairs. Photo by Billel Bensalem/APP/ABACAPRESS.COM

الجزاير له عربي متحده اماراتو سره ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې

سپتمبر 11, 2026
A worker installs a CCTV camera beside a BRICS summit banner bearing an image of Indian Prime Minister Narendra Modi in front of Bharat Mandapam, the venue for the summit, in New Delhi, India, Thursday, Sept. 10, 2026. (AP Photo/Manish Swarup)

شي جين پينګ به د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۸مه غونډه کې د ګډون لپاره هند ته لاړ شي

سپتمبر 11, 2026
NEW DELHI, INDIA - SEPTEMBER 9: PWD workers carry out preparations and beautification work near Bharat Mandapam ahead of the upcoming BRICS Summit on September 9, 2026 in New Delhi, India. (Photo by Sanjeev Verma/Hindustan Times via Getty Images)

سروې: برېکس د نړيوالې حکومتولۍ لپاره رغنده پيغام ورکوي

سپتمبر 11, 2026

«بېجینګ ورځ» فعالیت؛ د تړونونو ارزښت پکې له ۴۴ میلیارد یوانو واوښت

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In