د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي و، چې ټاکل شوې، په ټول پاکستان کې نن ورځ د فبرورۍ په ۸مه نېټه عمومي ټاکنې ترسره شي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د دې ټاکنو د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره به له افغانستان او ایران سره دوی خپلې پولې د بار وړونکیو موټرو او پیاده تګ راتګ پر مخ تړلې وي او له ټاکنو وروسته به د جمعې پر ورځ د فبرورۍ په ۹مه نېټه بېرته پرانیستل شي. د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند هم تېره ورځ ناوخته خبر ورکړی و، ، چې په پاکستان کې د ټاکنو د ترسره کېدو له کبله به د تورخم دروازه د شپې له ۱۲ بجو څخه د سبا شپې تر ۱۲ بجو پورې تړلې وي.