د پاکستان د ډېرو ټاکنيزو حوزو د رايو له شمېرل کېدو وروسته د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د پخواني لومړي وزير عمران خان د ګوند تحریک انصاف ملاتړو خپلواکو کانديدانو د تمې خلاف تر نورو زياتې څوکۍ ګټلې دي. د تحریک انصاف ګوند ته په ټاکنو د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې او ټاکنيزه نښه بټ هم ترې اخيستل شوی و. د ګوند پخوانی مشر عمران خان هم له څه مودې راهيسې په زندان کې دی او پر ځای يې ګوهر علي خان د ګوند مشر نومول شوی. د لومړنيو غير رسمي پايلو له مخې د ملي قومي اسمبلۍ له ۲۶۶ څوکيو خپلواکو نوماندانو چې ګڼ شمېر یې د تحريک انصاف ملاتړي دي ۸۴ څوکۍ خپلې کړې. مسلم ليګ نواز د ۷۰ څوکيو په ګټلو په دويم نمبر دی او د پاکستان پيپلز ګوند تر دې مهاله ۵۰ څوکۍ خپلې کړې دي.