د هرات ولایتي شورا په دغه ولایت کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري. د هرات ولایتي شورا وایي چې په یاد ولایت کې د ناامنیو پراخېدو ویره پیدا کړې او دا ولایت د طالبانو له خوا د سقوط له جدي ګواښ سره مخ دی. د هرات د ولایتي شورا وکیل توریالي طاهري ویلي، چې د هرات له ۱۹ ولسوالیو طالبان په ۱۳ هغو کې فعاله حضور لري او خلکو ته یې ستونرې جوړې کړې دي. هغه نیوکه وکړه چې حکومت په هرات کې د وضعیت د ښه کېدو لپاره لازم اقدامات نه دي کړي. د هغه په خبره په ولسوالیو کې د نا امنیو سربېره په هرات ښار کې هم په دې وروستیو کې قتل، د سړي تښتونې پېښې او نور جنایي جرمونه ډېر شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم په ولسي جرګه کې د هرات او ځینو نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنې مطرح شوې. په ورته وخت کې دفاع وزارت هم ګواښونه مني، خو وایي تر ګواښ لاندې ولایتونو کې عملیات روان دي.